ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت دفاع وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د افغانستان دپوځ په جوړښت د بیا کتنې او په دغه هیواد کې د نوي پوځ د جوړولو لپاره ځانګړي کمیشن کار پيل کړی او دغه شل کسیز کمیشن دسرپرست دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په فرمان سره د پوځ د تشکیلاتو د اغیزشیندونکو او ښو پلانونو دوړاندې کولو لپاره جوړ شوی دی .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، دغه کمیشن دنده لري څو زر ترزره دافغانتسنا د اسلامی نظام او حکومت د اړتیاؤ په اساس دملی دفاع وزارت په چوکاټ کې یو ژمن ، منظم ، سنبال ،صادق او مسئولیّت منونکی پوځ جوړ کړي .
تیره میاشت د طالبانو د پوځ لوي درستیز مولوي فصیح الدین وئيلي وو ،د افغانستان د نوي پوځ دجوړولو لپاره د یولک پنځوس زره کسیز پرسنلو د جذب بهیر پیل شوی دی . هغه وئيلي ، طالبان د داسې پوځیانو په جذبولو پسې دي ، چې په پخواني حکومت کې ئې شتون درلودلی او هغه کسان په لومړیتو ب کې دي چې په فساد ککړ نه وي .
د افغانستان دخارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي هم له دې مخکې ټينګار کړی ؤ ،افغانستان دتیر وخت په شان داسې پوځ ته چې د ناټو او امریکا په هدایت او روزنې سره وي ،هیڅ ضرورت نه لري .